د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور پرون د ګوچین کمپنۍ له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د يادې کمپنۍ استازي د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د افغانستان د ليتيمو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې غواړي د افغانستان د ليتيمو په کانونو کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي، چې له دې سره به ۱۲۰ زره تنو ته په مستقيم او تر يو ميليون کسانو پورې په غېر مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ليتيمو د توليد په برخه کې د ياد شرکت د لېوالتيا د هرکلي په ترڅ کې وويل چې د ليتيمو کانونه په نړۍ کې يو له هغو کانونو څخه دي، چې ډېر کم پيدا کېږي او د ټولو افغانانو سترګې د ليتيمو او نورو کانونو ته دي. نوموړي زياته کړه، د کانونو وزارت ته په کار ده، چې د هيواد ټول کانونه د کانونو د قانون له مخې قرارداد ته ورکړل شي. په پای کې چینايي شرکت وړاندیز وکړ چې که د لیتیم کان کیندنې قرارداد که دوی ته وسپارل شي، دوی به د ۷ میاشتو په موده کې د سالنګ تونل ترمیم کړي او په سالنګ کې به یو بل نوی تونل جوړ کړي. يادو مسوولینو همدارنګه تاکيد وکړ، چې د ليتيمو پروسس به سل په سلو کې په افغانستان کې تر سره کېږي او د هغه د پروسس لپاره به يو د برېښنا بند جوړ کړي او د نورستان لویه لاره به له کونړ څخه تر لغمانه پورې جوړه کړي. 216 views14:09