Get Mystery Box with random crypto!

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د از | باختر خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ابتکار څلورمې ناستې ته وينا وکړه.
متقي په ياده ناسته کې وويل چې د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو سیاستونه باید د منفي تبلیغاتو او مخالفو قدرتونو د لومو ښکار نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو او منطقوي امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاویې افغانستان ته وګوري.
نوموړي زياته کړه؛ افغانستان چې د منځنۍ او سويلي اسیا په یوه مهمه ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري اوس د یوه مسوول او متعهد حکومت له واکمنۍ څخه برخمن دی.
سرچينې همدارنګه وويل چې یو باثباته او امن افغانستان کولای شي، چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.
د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست په وينا اسلامي امارت په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي، چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي.
مولوي امیرخان متقي همدارنګه ډاډ ورکړ، چې اوس د دې زمینه برابره شوې، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په ټولو پروژو کې، لکه ټرانس افغان رېل پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د چین په ابتکار د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې خپل رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د يادې غونډې په څنډو کې د ايران او چين د بهرنيو چارو له وزيرانو سره هم جلا جلا ناستې وکړې.